له بي بي سي څخه په نقل، اګنس کالامار د بي بي سي نړیوال چینل سره په مرکه کښې د سردار سلیماني ترور غیر قانوني وبللو.
هغې د سردار سلیماني ترور چې د امریکا د بې پیلوټې الوتکې په برید کښې شهید شوی وو، د خپل هیواد له پولو څخه بهر پوځي عملیات او د نړیوال قانون سرغړنه وټاکله.
هغې زیاته کړه: دا اقدام، دا کار یو خطرناک بنسټ کېږدي چې په یوه لویه پېښه بدلیدلی شي.
هغې چې د بي بي سي له هارډ ټاک پروګرام سره یې مرکه کوله، دوام ورکړ: د سردار سلیماني ترور د یو هیواد لخوا په بهر کښې د ځواک کارولو لپاره له معیار څخه سرغړونه کړې ده. امریکا په دې برید کښې د یو هیواد رسمي چارواکی خپل هدف ګرځولی دی چې په تیرو کښې به، عموما غیر دولتي لوبغاړي هدف ګرځیدل.