د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کی د اشرف غنی اصلی سیال ډاکټر عبد ا... عبد ا... د انتخاباتو د نهایی نتیجې په ردولو سره د بریالیتوب اعلان وکړ .
ده د خپلې کمیټۍ د غړیو او پلویانو په ټول کې خپل سیال په درغلۍ تورن کړ او ویې ویل د هغه ټیم په هیڅ وجه د انتخاباتو نتیجه نه مني .
ده زیاته کړه د انتخاباتو کمیشن خیانت کړې دې او درغلی کونکي به په تاریخ کې تور مخي شي .
په داسې حال کی چی د انتخاباتو خپلواکه کمیشن پرون اشرف غنی د انتخاباتو ګټونکې اعلان کړ ، عبد ا... عبد ا... په دغو انتخاباتو کې د بریالیتوب په اعلانولو سره وویل یو پراخ بنسټه حکومت به جوړ کړي .
د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د ستمبر په ۲۸ نیټه ترسره شوی وو .
له تهران پښتو راډیو څخه په نقل