له المیادین څخه په نقل، په عراق کښې د مقاومت د عالمانو اتحادیې یو کنفرانس «د عراق حاکمیت او وحدت؛ د امت او فلسطین لپاره بریالی»له شعار سره ترسره کړو، په دغه کښې ګډون کوونکو خبر ورکړ: په عراق او سیمه کښې د امریکا شتون باطل دی او باید د امریکا د وتلو لپاره ټولې هڅې وکارول شي.
په داوم کښې ټینګار وشو: امریکا یوازې د صهیونیسټو تقویت او توان زیاتولو لپاره په عراق کښې شتون لري او له دغه هیواد څخه ویستل یې، د اسرائیلو له ویجاړولو سره ترلاسه کولی شو.
همداشان ګډون کوونکو عالمانو د قاسم سلیماني او ابومهدي المهندس ترور هم محکوم کړ، او د دې جنایت ټول مسئولیت یې د امریکا حکومت پر غاړه وګڼلو او له نړیوالې ټولنې څخه یې غوښتنه وکړه چې د امریکا په خلاف په دغه هیواد کښې د تجاوز کوونکې سیاستونو او د سیمې ناامنه کولو له اقدامونو سره مقابله وکړي.
همداشان په دې کنفرانس کښې د بیلابېلو اسلامي امتونو پر وحدت ټینګار سره قدس یو عربي او اسلامي ښار وټاکلی شو او وویل شو چې د اسرائیلو او امریکا لخوا وړاندې شوې طرحې هغه له اسلامي هویت څخه نشي لرې کولی.
د کنفرانس په اخیره کښې د مقاومت علامانو د ځینو عربي هیوادونو له اسرائیلو سره خپلې اړیکو ته دوام ورکولو وغندل او دا یې اسلامي ارزښتونو او امت سره خیانت وګڼلو او له هغه سازمانونو څخه چې د دغه طرحې پر وړاندې تسلیم شوي او چپ دي غوښتنه وکړه چې له رژیم صهیونیسټو سره مقابلې لپاره د مقاومت ډلې سره شي.
3880748