IQNA

په ایران کې په کرونا د ککړو کسانوشمیر۱۳۹ تنو ته ورسید

0:13 - February 27, 2020
د خبر لمبر: 3482833
تهران(ایکنا) - پر چین سربیره په ایران کې هم ددغه مرګوني ویروس د ککړو کسانو درملنه تر یوه حده بریالۍ ده او وئيل کیږي چې په ایران کې په دغه ویروس ځیني ککړ کسان له درملنې وروسته له مخصوصو روغتونونومرخص شوي دي .
د ایران د اسلامی جمهوریت د روغتیائي چارو وزارت نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي ،په ایران کې په کرونا دککړو کسانو شمیر یو سل نهه دیرشو کسانو ته رسیدلی دی .
د ایران  دروغتیائي چارو د وزارت  د اطلاع رسونې د ادارې مشر کیانوش جهانپور نن دخبریالانو په ټول کې وئيلي دي ، په ایران کې په کرونا ویروس د ککړو دقربانیانو شمیر هم نولس کسانو ته رسیدلی دی .
 وئيل کیږي ، پر چین سربیره په  ایران کې هم  ددغه مرګوني ویروس د  ککړو کسانو درملنه تر یوه حده  بریالۍ ده او وئيل کیږي  چې په ایران کې   په دغه ویروس ځیني ککړ کسان له درملنې وروسته له مخصوصو روغتونونومرخص شوي دي .
 د  وروستیو احصایو په اساس ، تر دې دمه  په نړۍ کې په کرونا ویروس د ککړو کسانو شمیر څه دپاسه یو اتیا زرو کسانو ته رسیدلی دی چې  په دغه  شمیر کې کابو دیرش زره  کسان په درملنې سره ښه شوي دي  او کابو دوه زره اوه کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .
تهران پښتو راډیو
captcha