IQNA

په هندکې د ښاریزتوب د نوي قانون د مخالفانو او موافقانو مرګوني نښته

0:27 - February 27, 2020
د خبر لمبر: 3482834
تهران(ایکنا)- د هندپه پلازمینې نوی ډیلی کې غیرمسلمانوکسانو ته د هندی تابعیت د ورکولو د جنجالی قانون د مخالفانو او موافقانو ترمینځ د نښتو د قربانیانو شمیر 23 وژل شویو او کابو دوه سوه ژوبلو ته رسیدلې دې .

د تابعیت د نوی قانون د اجرایی کیدا له امله په هند کې د تاوتریخوالیو دوام ښی چی د دغه هیواد حکومت یوه خطرناکه لوبه پیل کړي ده چی د دغه جنجالی قانون د موافقانو او مخالفانو د نښتو ترمینځ د ځینوکسانو د وژل کیدا اصلی مسولیت د هند لومړی وزیر مودی پرغاړه دی چی د دغه هیواد له مسلمانو ټولنو سره په دښمنۍکې اوږده مخینه لري
د هندپه پلازمینې نوی ډیلی کې غیرمسلمانوکسانو ته د هندی تابعیت د ورکولو د جنجالی قانون د مخالفانو او موافقانو ترمینځ د نښتو د قربانیانو شمیر 23 وژل شویو او کابو دوه سوه ژوبلو ته رسیدلې دې .
غیرمسلمانوکسانو ته د هندی تابعیت د ورکولو د جنجالی قانون د مخالفانو او موافقانو ترمینځ نښتې د هند په حیدراباد کې د امریکا د ولسمشر ټرمپ له شتون سره په یووخت شوی دي . په نوي ډلي کې په اعتراضاتو کې د دغې جنجالی طرحې په زرګونو مخالفانو سربیره د هغې موافقانو هم شتون درلود او پولیسو له اوښلن ګازونو او لوګی کونکیو لاسی بمونو په استفادې سره سره نښتې مدیریت نکړې شوې .
په هند کې د ښاریزتوب نوی قانون چی یوازې د غیرمسلمانو کډوالو د تابعیت د مجوز د صادرولو امکان یې برابر کړې دې ، د دغه هیواد د مسلمانې ټولنې ، مدنی ډلو او حتی د هند د بی جی پی د واکمن ګوند د ځینو لوړرتبه غړیو له لوري مذهبی تبعیض او توپیر بلل شوې دې . البته په هند کې د ښاریزتوب د نوی قانون تصوبیبدا د هغه غلیمانه سیاست په دوام کې دې چی د دغه هیواد حکومت د هند د مسلمانانو پرضد پرمخ نیولې دې .
د هند بی جې پی افراطی ملی پال ګوند چی په دغه هیواد کې قدرت په لاس کې لري په تیر اوړی کې د کشمیر د ځانګړی کورواکۍ د لغوه کولو جنجالی بل پارلیمان ته یوړه او د هغه په تصویبولو سره یې عملا له اسلام سره په دښمنۍ کې لومړنې ګام پورته کړ . د کشمیر د ځانګړی حثیت له لغوه کولو د هند حکومت هدف چی اکثریت یې مسلمانان دي ، د هندوانو په ګټه د دغې سیمې د نفوسو په جوړښت کې بدلون دې چی د کورواکۍ لغوه کول داسې هدف ته د رسیدا زمینه برابره کړی ده .
د کشمیر د ځانګړی حثیت په لغوه کیدا سره د هندوانو په وسیله د دغې سیمې د مځکې د اخیستلو زمینه برابریږي او په دې ډول به ورو وروپه کشمیر کې د مسلمانانو په تاوان نفوسی جوړښت بدل شي . په هندوستان کې د هند د واکمن ګوند د دغه سیاست په دوام کې د دغه هیواد په پارلیمان کی د ښاریزتوب نوې قانون تصویبږي چی د هغه په اساس یوازې د غیرمسلمانو کډوالو له لوري د هند د تابعیت د ترلاسه کولو غوښتنې ته مثبت ځواب ورکول کیږی چی د نوی ډیلی دغه اقدام د مذهبی توپیر د نه اعمالولوپه شمول د بشری حقوقو د کنونشنونو په اپوټه دې.

په هندکې د ښاریزتوب د نوي قانون د مخالفانو او موافقانو مرګوني نښته

د تابعیت د نوی قانون د اجرایی کیدا له امله په هند کې د تاوتریخوالیو دوام ښی چی د دغه هیواد حکومت یوه خطرناکه لوبه پیل کړي ده چی د دغه جنجالی قانون د موافقانو او مخالفانو د نښتو ترمینځ د ځینوکسانو د وژل کیدا اصلی مسولیت د هند لومړی وزیر مودی پرغاړه دی چی د دغه هیواد له مسلمانو ټولنو سره په دښمنۍکې اوږده مخینه لري .
داسې ښکاری نوی ډیلی ته د نښتو غځیدا داسې مسله نده چی د مودی حکومت ورته بې پامه وی ، ځکه چی د دغه وضعیت دوام به د هند په پلازمینې کې د امنیت او نظم په تامینولو کې د واکمن ګوند لپاره جدی چیلنج وي .

په هندکې د ښاریزتوب د نوي قانون د مخالفانو او موافقانو مرګوني نښته

تهران پښتو راډیو

captcha