IQNA

په سعودي عربستان کښې د کورونا له وېرې د عمرې ځنډول

2:18 - February 28, 2020
د خبر لمبر: 3482839
تهران (ایکنا) - د عربستان د بهرنیو چارو وزارت د کورونا د خپریدو د مخنیوي لپاره دغه هیواد ته د عمرې لپاره تللو او د عمره په ویزو باندې د بندیز خبر ورکړ.

له سي این این څخه په نقل، سعودي عربستان د هغو هېوادونو عمره کوونکو ته د وېزې ورکول ځنډولي، چې د کورونا وېروس پېښې پکې ثبت شوې او یا د سیلانۍ لپاره سعودي ته ځي. د سعودي د بهرنیو چارو وزارت خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې یادو هېوادونو ته هم سفر ونه کړي. د سعودي د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، په عمره کوونکو کې د کورونا وېروس د وېرې له کبله یې ځینې وقایوي ګامونه اخیستي دي.
په دې اجراتو کې د عمره کوونکو لپاره د وېزو ځنډول، د نبوي جومات زیارت کوونکو او د سیلانیانو د وېزو لنډمهالي محدودیتونه هم شامل دي.
سعودي چارواکو د هغو هېوادونو وګړو ته د سیاحت د وېزو ورکول هم ځنډولي، چې د کورونا وېروس پېښې پکې ثبت شوې دي.
سعودي خپلې خاورې ته د خلیجي هېوادونو د همکارۍ شورا غړو هېوادونو د وګړو ورتګ هم ځنډولی، چې مخکې به د یوه کارت په مټ دغه هېواد ته تلل او له دې هېواده یې د دغو هېوادونو د وګړو وتل هم ځنډولي دي.
سعودي وايي په خلیجي هېوادونو کې د سعودي مېشت وګړي هم تر محدود وخت پورې سعودي ته نه شي ستنېدلی.
3881784

captcha