IQNA

له کورونا سره په مقابلې بوخت له طبي کارکوونکو څخه د اسلامي انقلاب د معظم رهبر ستاینه

2:25 - February 28, 2020
د خبر لمبر: 3482840
تهران (ایکنا) - د اسلامي انقلاب رهبر حضرت آیت الله خامنه ای نن د طبي علمونو د اکاډمۍ له مشر سید علیرضا مرندي سره په کتنه کښې د روغتیا له وزیر او ملګرو، ډاکټرانو، نرسانو او طبي کارکوونکو څخه له کورونا سره د مقابلې له امله ستاینه وکړه او وې ویل: دا ارزښتناکې هڅې په ټولنه کې د طبي او نرسنګ ټولنې مقام لوړوي.

د اسلامي انقلاب د رهبری د دفتر له اطلاع رسوونکې ویبپاڼې څخه په نقل، نن سهار(د زیارت په ورځ) د اسلامي انقلاب رهبر د دروغتیا د وزرات له وزیر او ملګرو، ډاکټرانو، نرسانو او طبي کارکوونکو څخه له کورونا سره د مقابلې له امله ستاینه وکړه.د اسلامي انقلاب رهبر حضرت آیت الله خامنه ای نن د طبي علمونو د اکاډمۍ له مشر سید علیرضا مرندي سره په کتنه کښې د روغتیا له وزیر او ملګرو، ډاکټرانو، نرسانو او طبي کارکوونکو څخه له کورونا سره د مقابلې له امله ستاینه وکړه او وې ویل: دا ارزښتناکې هڅې په ټولنه کې د طبي او نرسنګ ټولنې مقام لوړوي.
د کورونا ناروغي د ۲۰۱۹ کال د دسمبر میاشتې د چین له ووهان ښار څخه پیل شوې وه او په ظاهره کښې علت یې صحراني ځاناور وو.
دا ویروس اوس د چین له ۳۰ ولایتونو پرته، د لویدیځې اسیا په ۳۵ نورو هیوادونو کښې خپور شوی دی.
د وروستي شمیر پر اساس، تراوسه په نړۍ کښې له ۱۸ زرو نه زیات کسان په دغه ویروس ککړ دي چې دا شمیر له هغه ۳۰ زره کسانو چې روغ شوي سربیره دی او تراوسه ۲۷۰۰ کسان د دې ویروس له کبله مړه شوې دي.

3881822

captcha