IQNA

نیوزویک: اسرائیل د لبنان په حزب الله باندې د برید تیارۍ کوي

23:51 - February 29, 2020
د خبر لمبر: 3482845
تهران (ایکنا) - د امریکا نیوزویک خپرونې په یو مطلب کښې لیکلي: اسرائیلو په دې وروستو کښې په حزب الله باندې چې په مینځنۍ ختیځ کښې د ایران تر ټویو مهم ملګرۍ شمیرلی کېږي، د برید او ګوزار کولو لپاره ځینې تحرکات پیل کړي دي.

د لندن چاپ له القدس العربي ورځپاڼې څخه په نقل، نیوزویک د اسرائیلو دا اقدام په ایران باندې د دباو اچولو لپاره دا د نوې استراتژی یوه برخه ګڼلې ده.
دې خپرونې دې بیان سره چې ایران په دې اړه د اسرائيلو له بروګرامونو څخه خبر لري، لیکلي: اسرائیل باید د دې تحرکاتو پایلې هم په پام کښې ولري. ځکه چې ایران له دې مخکښې اسرائیلو ته خبردارۍ ورکړې چې له هر قسمه اقدام څخه وروستو، له انتقام سره مخامخ وي او زمونږ هدف به ګرځي.
دې خپرونې د یو صهیونیسټي له مسؤول څخه په نقل خبر ورکړ: د اسرائیلو دا پروګرام د اسرائیلو د پوځي جوړښت د بیارغونې د استراټژیک له یوې برخې څخه دی چې ټاکلې دې په راروانو پنځو کالو کښې به په سیمه کښې د اسرائیلو دښمنان په تیره بیا ایران سره مقابله کوي.
دې مسؤول چې نوم یې په نیوزویک کښې نه دی راغلۍ، د اسرائیلو د دې طرحې یو اصلي هدف د حزب الله د سرچینو پراختیا لپاره د دغې ډلې د هڅو مخنیوی ټاکلۍ چې به بیلابیلو جنګونو کښې د حزب الله د استراټژیک د بریالۍ او توپیر سبب ګرځیدلي.
د نیوزویک خپرونې همداشان د اسرائیلو د ځواکونو غیر منظم بریدونو ته په اشارې سره لیکلي: ایران بیابیا صهیونیسټي رژیم ته خبرداری ورکړی چې که سره کرخه رد کړي، له غچ سره به مخامخ شي.

بچوې: نیوزویک
captcha