IQNA

د کورونا د وبا په سیورې کښې د مسجدالحرام حال + انځور

0:28 - March 01, 2020
د خبر لمبر: 3482846
تهران (ایکنا) - د نړۍ په بیلابیلو سیمو کښې د کورونا وبا د خپریدو سربیره، بیا هم د عمره کوونکې د روغتیا له سختو حفاظتي اقداماتو سره په مسجد الحرام کښې زائرین د عمرې مراسم ترسره کوي.

له ریپابلیک ورلد څخه په نقل، عربستان په بې ساري اقدام سره، په تیرې پنجشنبې خبر ورکړ چې د عمرې لپاره د بهرنیو زائرانو دې هیواد ته راتګ ممنوع دی. دې پریکړې د خدای د کور په زرګونو زیارت کونکې سرګردانه کړل او د حج ترسره کېدو مراسم هم له ابهام سره مخامخ دي.
په حال وخت کښې په لسګونو زره عمره ترسره کونکې د هرې ورځ پنځه وخته لمونځ په مسجد الحرام کښې ترسهر کوي او د مسجد الحرام انګړ په ورځ کښې څلور ځله وینځلی کېږی او په دغه جومات کښې پراته دیارلس زره او پنځه سوه قالینونه پاکې ګېږي.
همداشان په مسجد الحرام کښې دننه ډیر خلک له ماسکونو څخه استفاده کوي. وایې چې د ماسک په پلورنې او تقاضې کښې له زیاتوالی وروستو د مسجد الحرام سره نږدې دریو درملتونو کښې ماسکونه اوس نشته.

captcha