IQNA

د رهبرۍ د ستر مقام په ایران کښې د خپرې شوي ناروغۍ په اړه سپارښتې

15:40 - March 03, 2020
د خبر لمبر: 3482854
تهران(ایکنا) - د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای نن دنیالګیو لګولواو طبیعی سرچینو د اونۍ په مناسبت د میوې د دو نیالګیود لګولو په ترڅ کې د ونو لګول یو برکتناک حرکت وباله او په ایران کې یې د خپرې شوي ناروغۍ په اړه وویل لکه څرنګه چی مخکې مو له ډاکټرانو ، نرسانو او درملیزو ټولګو صمیمانه مننه وکړه ، ضروری بولم یو ځل بیا له دغوعزیزانو چی په خپل ډیر ارزښتمن کار سره د خدای په لاره کې جهاد کوي ، قدرونه وکړم .

د رهبر د ستر مقام د دفتر له ویبپاڼې څخه په نقل، د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای نن دنیالګیو لګولواو طبیعی سرچینو د اونۍ په مناسبت د میوې د دو نیالګیود لګولو په ترڅ کې د ونو لګول یو برکتناک حرکت وباله او په ایران کې یې د خپرې شوي ناروغۍ په اړه وویل لکه څرنګه چی مخکې مو له ډاکټرانو ، نرسانو او درملیزو ټولګو صمیمانه مننه وکړه ، ضروری بولم یو ځل بیا له دغوعزیزانو چی په خپل ډیر ارزښتمن کار سره د خدای په لاره کې جهاد کوي ، قدرونه وکړم .د رهبرۍ ستر مقام همداراز په دنیا کی له دغې ناروغۍ سره د ډیرو هیوادونو ښکیلیدا ته په اشارې سره زیاته کړه زمونږ مسولانو له لومړۍ ورځې په صداقت ، شفافیت او صفا سره خبررسونه وکړه او خلک یې خبر کړل خوځینې نور هیوادونه چی دا ناروغۍ پکې ډیره براخه او زیاته ده ، پټونه کوي البته مونږه د هغو ناروغانو لپاره هم له خدایا د عافیت دعا کوو .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود د ناروغانو د عافیت لپاره په دعا او همداراز د وفات شویو لپاره د الهی مغفرت او رحمت په غوښتلو سره د هغو د خپلوانو او پاتې کسانو لپاره د ارامښت او صبردعا وکړه او زیاته یې کړه د ککړتیا د مخنیوي په هکله د مسولانو له سپارښتو باید تخطی ونشی ځکه چی خداې تعالی مونږه ژمن کړي یود ځان او نورو د سلامتیا په وړاندې د مسولیت احساس وکړو .
د رهبرۍ ستر مقام په بله سپارښتنه کې درست خدای تعالی ته توسل او پام ته وبلل او ویې فرمایل البته دغه بلا دومره غټه نده او له دې سترې بلاګانې هم موجود وې خو زه ددیرو سترو بلاګانو د لیري کولو لپاره د پرهیزګارو کسانو اوځوانانو له پاکو او سوچه زړونو راوتلی دعا ته هیله من یم ځکه چی د خدای تعالی درګاه ته توسل او له نبی مکرم او سترو اولیاګانو د شفاعت غوښتل ډیر مشکلات لیرې کولې شي .
د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د روغتیایی شیانو د ویشلو او مالی مرستو په شان د ایران د ځینو خلکو دوستانه او خوښو اقداماتو ته په اشارې سره زیاته کړه دا کارونه ډیر ښه دي او د دغو بریاو په ساتلو سره بلا په نعمت او ګواښ په فرصت بدل شي او هیله من د ایران د ګران ملت لپاره د بشپړه سلامتیا وخت نږدې وي .
د رهبرۍ ستر مقام همداراز په دنیا کی له دغې ناروغۍ سره د ډیرو هیوادونو ښکیلیدا ته په اشارې سره زیاته کړه زمونږ مسولانو له لومړۍ ورځې په صداقت ، شفافیت او صفا سره خبررسونه وکړه او خلک یې خبر کړل خوځینې نور هیوادونه چی دا ناروغۍ پکې ډیره براخه او زیاته ده، پټونه کوي البته مونږه د هغو ناروغانو لپاره هم له خدایا د عافیت دعا کوو .

3882908

captcha