د ایران د اسلامی شورا مشر علی لاریجااني په هندوستان کې د مسلمانانو په وژلو داندیښنې په څرګندولو سره پر نوي ډيلي غږ کړی، په سوله ایزې رودې سره دې د تاؤتریخوالو د حل لپاره له درستو ظرفیّتونو استفاده وکړي .
ډ اکټر لاریجاني نن ددې خبرې په کولو سره چې مسلمانان د هندي ټولنې او فرهنګ یوه غوره برخه ده ،ددغه هیواد په پرمختګ او پراختیا کې ئې مهم رول درلودلی دی ، ووئیل هغه اخستون او انځور چې په هندوستان کې د ښاریزتوب دحقوقو پهنامې سره له نوي قانونه موجود دی ، د مسلمانانو لپاره د زیاتو محدودیتونو درامینځةکیدا ښودونکی او او همدغې موضوع اندیښنې او ترینګلتیاوې رامینځةکړي دي .
هغه په دې خبرې په ټينګار سره چې هندوستان د بیلابیلو کلتورونو ،دینونو ،مذهبونو، ژبو او توکمو ټاټوبی دی ، ووئيل ؛ ددغه شان ترینګلتیاؤ او موضوعګانو رابرسیره کیدا، د هندي تمدن او کلتور له روح سره سمون نخوري .
د ایران دا سلامی شورا مشر همداراز د تهران او نوي ډيلی داړیکو داهمیّت په یادونې سره په هندوستان کې د درستو مذهبونو اوقومونو د ګډ ژوند او خبرواترو پياوړتیا ضروري وبلله .
دهندوستان د ښاریزتوب د قانون اصلاح په درست هیواد کې د پراخو اعتراضونو د راپورته کیدا لامل شوي ده ، اعتراض کونکي باؤري دي ، چې دغه اصلاحات د مسلمانانو د په نښه کولو او دهغوي په ضد د توپیرناکو اقداماتو لامل کیږي . په عین حال کې وروستي راپورونه ښئ ، ځینو افراطي دلو د نوي ډیلي په شمال ختیځ کې جوماتونه ړنګ کړي او مسلمان میشتو سیمو کې ئې ډير زیات تاوانونه او داسې جنایتونه کړي چې اصلا انسانیّت ترې شرمیږي .
تهران پښتو راډیو