په نن ورځ حضرت امام علي بن ابي طالب علیه السلام په خانه کعبه کښې دنیا ته راغی او له وړوکوالي یې د اسلام د ګرانقدره پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) په خوا کښې پالنه او روزنه وشوه.
امیرالمومنین علي علیه السلام لومړنې هغه کس وو چې په اسلام یې ایمان راوړه او د رسول الله مبارک له خوا د اسلام دسپیڅلي دین د تبلیغ او دودولوپه ټولو پړاؤنو کښې د هغه حضرت ترټولو نزدې او اصلي ملاتړی و.
د امام حضرت علي علیه السلام د زوکړې په کلیزه کښې د نړۍ درست شیعه مسلمانان په جشن او خوشحالیو کښې ډوب دي.
مونږ هم په دې مناسبت د نړۍ درستومسلمانانو ، ازادی غواړو په تیره تاسو ګرانو میناوالو ته مبارکي وړاندی کوو.