IQNA

د مسجد الاقصی دننه انګړ ضد عفوني کېږي + انځور

22:02 - March 09, 2020
د خبر لمبر: 3482877
د قدس ښار اسلامي اوقاف ادارې خبر ورکړ: د الاقصی جومات دننه انګړ ضد عفوني کېدل پيل شول.

له عربي خبري آژانس آناتولي څخه په نقل، د قدس ښار اسلامي اوقاف ادارې خبر ورکړ: د لمونځ نه لږ وخت په لمونځ کوونکو کښې دد کورونا ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره، د الاقصی جومات ټول انګړ ضد عفوني شو.
دې ادارې زیاته کړه: د فلسطین د روغتیا د وزارت په د سپارښتنو پر اساس، د الاقصی د جومات ضد عفوني کولو عملیات له پنجشنبه څه پيل شوې دي او له دې کار د پاره له ضد عفوني موادو څخه استفاده کېږي چې د نړیوال روغتیا سازمان او د روغتیا وزارت لخوا یې سپارښتنه شوي ده.

3884095

captcha