IQNA

اندونیزیا به د قرآن کریم چاپ زیات کړي

0:21 - March 15, 2020
د خبر لمبر: 3482892
تهران(ایکنا) - د اندونیزیا د دیني چارو وزیر خبر ورکړ: دا وزارت به د قرآن کریم د چاپ زیاتولو لپاره خپل کار ته دوام وکړي.

په اندونیزیا کښې له ایران د کلتوري سازمان څخه په نقل، د اندونیزیا د دیني چارو وزیر فخرول رازی د سپیڅلې کتاب له حکومتي چاپ څخه په کتنه کښې د بوګور ښار د قرآن کریم د چاپ په برخه کښې څرګنده کړه: د قران د چاپ کیدل په زیاتیدو دي.
هغه په دې کتنه کښې د چاپ د پيل، د کیفیت ساتل او حتي د دې آسماني کتاب د لیږلو موردونو څیړنه وکړه، د دیني چارو وزیر د دې برخې د کار ستاینه وکړه او د دوي کار یې پاک، منظم، جدي او دقیق وشمیرلو.
د دې برخې د نسخو د تولید شمیر تر 2019 کال پورې تر یو میلیونو رسیدلې، د دیني چارو وزیر وویل: د جوماتونو او خلکو اړتیا ته په توجه سره، دا ظرفیت ډیر لږ دی او په راوان وخت کښې د کاغذ او د مشینونو زیاتوالي سره به د دې شمیر هم زیات شي.
3885257

captcha