IQNA

عراق ،د الحشد الشعبي مدافع او په مقابل کې امریکا

20:56 - March 15, 2020
د خبر لمبر: 3482896
تهران(ایکنا) - د امریکا جنګي الوتکو په تیرو درو ورځو کې څو ځله دعراق د مقاومت او الحشد الشعبي مبارز ځواک مرکزونه بمباري کړي چې دغه تیري د عراقیانو له پراخ غبرګون سره مخامخ شوي دي .

امریکائي ترهه ګرو پوځیانو د عراق په صلاح الدین ولایت کې په التاجي پوځي مرکز د تیرې پنجشنبې ورځې حمله د دغه هیواد د الحشد الشعبی او مقاومت د ولسی ځواکونو په ضد دحملې پلمه ګرځولې او مدعي شوي چې دغه حمله د الحشد الشعبي ډلې مبارزانو کړې ده،خو په دې باب ئې هیڅ سند نه دی وړاندې کړی.

 د امریکا جنګي الوتکو په تیرو درو ورځو کې  څو ځله  دعراق  د مقاومت او الحشد الشعبي مبارز ځواک مرکزونه بمباري کړي چې دغه تیري د عراقیانو له پراخ   غبرګون سره مخامخ شوي دي .

امریکائي ترهه ګرو پوځیانو د عراق په صلاح الدین  ولایت کې په التاجي پوځي مرکز د تیرې پنجشنبې ورځې حمله د دغه هیواد د الحشد الشعبی او مقاومت  د ولسی ځواکونو په ضد دحملې پلمه ګرځولې  او مدعي شوي  چې دغه حمله  د الحشد الشعبي ډلې مبارزانو کړې ده،خو  په دې باب ئې هیڅ سند نه دی وړاندې کړی.

 د عراق د ګډو عملیاتو  قوماندانۍ ټينګار کړی دی ، یوه داسې پلمه چې  دغه تیري د التاجي پوځي مرکز په ضد  دحملې په ځواب کې  وه،یوه دروغجنه پلمه ده .دعراق په پارلیمان کې  د قانون دحکومت ائيتلاف  استازې عالیه نصیف هم ټينګار کړی،چې  د امریکا د استخباراتي ادارې سی آئي اې عوامل او دهغوي تالي څټي په التاجي پوځي مرکز  له مخکې په پلان شوي حملې سره،د الحشد الشعبي او مقاومت ځواکونو  پر مرکزونو د حملو لپاره  په لاسوند پسې وو.هغې ټينګار کړی،هر هغه څوک چې په التاجي پوځي کیمپ  د توغندیو  د باران واقعیّت  وارزوي،نو  دهغه لپاره روښانه کیږي ، چې  دغه عملیات جعلي دي او  هغه لوری چې دغه حمله ئې کړې ، له سي ائي اې سره  اړونده او د تالی څټي امنیتی شرکت ورانکار دي .

 داسې ښکاري،چې امریکا  له دغو دروغجنو تبلیغاتو او حملو څخه دوې مهمې موخې تعقیبوي .  لومړۍ دا چې،دعراق لپاره  د ترهه ګرو ډلو ګواښ بیا رابرسیره کړي،ددغه ګواښ احیاء کیدا،په عراق کې د امریکائي پوځیانو د شتون د  دوام لپاره زمینه برابروي .

دوهمه دا چې،په دغو حملو سره  په عراق کې د الحشد الشعبي ولسی مبارز  ځواک اودمقاومت ډلو مبارزانو د کمزوري کولو زمینه  برابره کړي . په حقیقت کې  امریکایان،دعراق دقدرت په جوړښت کې  دالحشد الشعبي ولسی مبارز غورځنګ دمقام  او دریځونو پیاوړتیا،د واشنګټن او صهیونیسټي رژيم له ګټو اوامنیت سره په تضاد کې ګڼي . په دې اساس ،دعراق په بیلابیلو سیمو کې دالحشد الشعبي   مبارز ځواک د مرکزونو په ضد حملې کوي .

Image Caption

 

 امریکا هڅه کوي،له یوه پلوه  پخپلو حملو سره  په عراق کې ناکراري اوبې ثباتي زیاته کړي او  الحشد الشعبي ددغو ناکراریو اوبې ثباتیو عامل معرفي کړي . په حقیقت کې امریکا هڅه کوي،دعراق د ولس په وړاندې د الحشد الشعبي ولسی غورځنګ  هویّت او حیثیّت  خراب کړي .له بل پلوه امریکا هڅه کوي،د عراق دقدرت په جوړښت کې په تیره بیا،د بغداد د مرکزي حکومت  الحشد الشعبي،سیاسی ډلو ټپلو او د مقاومت د ډلو ترمینځ  اختلافات اودرز  رامینځةکړي .اساسا  دعراق په کورنیو چارو په تبیره بیا د لومړي وزیر  دمعرفي کولو  او د نوي کابینې  دجوړولو په بهیر کې  د امریکا د مداخلت او کارړنګونې تر ټولو مهم  دلیل هم دادی چې په دغه هیواد کې د الحشد الشعبي  او مقاومتي ډلو  یو مخالف او ناغږمله حکومت  واک ته ورسیږي .

Image Caption

 

 په  عین حال کې  هغه غبرګونونه چې  دعراقي شخصیتونو اوډلو له خوا نندارې ته وړانډې شوی، د دوو موضوعګانو ښودنه کوي . لومړۍ دا چې  ، زیاتره عراقۍ ډ لې ټپلې،په دغه هیواد کې د الحشد الشعبي د رول دفاع کونکي دي .دوهمه دا چې،د عراق زیاتره شخصیّتونه او ډلې د عراق د مقاومت او الحشد الشعبي پر مرکزونو  په حملې کې دامریکا اقدام ، ددغه هیواد  دحاکمیّت  خلاف ورزي ګڼي،ځکه چې  دغه حملې  د عراقیانو په ضد د عراق  د ټاټوبي له داخله شوي دي . دغه اقدامات  له عراقه د امریکائی ترهه ګرو پوځیانو  د ویستلو  لپاره دعراقیانو هوډ لاپیاوړی کوي.

تهران پښتو راډیو

captcha