IQNA

په ترکیې کښې د جمعې او جماعت ټول لمونځونه لغو شو

22:55 - March 16, 2020
د خبر لمبر: 3482902
تهران(ایکنا) - د ترکیې د دیني چارو سازمان په یوه بیانیه کښې په ټول هیواد کښې د جمعې او جماعت لمونځونو د لغو کیدو خبر ورکړ.

له انباء ترکیا څخه په نقل، د ترکیې د دیني چارو د سازمان مشر علي ارباش له رسنیو سره په یوه ناسته کښې د کورونا د ویروس له خپریدو څخه د مخنیوي په اړه ټینګار وکړ او وې ویل: دا اقدام د کرونا د ویروس له مخنیوي لپاره ترسره شوی دی.
هغه زیاته کړه: جوماتونه د فرادا لمونځ لپاره کولو دي.
له دې مخکې د ترکیې حکومت د کورونا ویروس سره د مقابلې او د دې د مخنیوي لپاره د ټول هیواد مدرسې د دوو اونیو لپاره بندې کړې وې.
3885900

captcha