IQNA

په کاظمین ښار کښې تګ را تګ باندې بندیز

10:54 - March 20, 2020
د خبر لمبر: 3482918
تهران (ایکنا) - امنیتي سرچینو په کورونا ناروغی باندې مشکوک دوه موردونو ثبت کېدو وروستو د کاظمین ښار له قرنطینه کیدو خبر ورکړ.

له سومریه نیوز څخه په نقل، یوې امنیتي سرچینې په دې اړه وویل: د کاظمین په ښار کښې په کورونا ناروغی باندې د دوو مشکوک موردونو له ثبت کولو څخه وروستو امنیتي سرچینو له تیرې شپې د دې ښار د قرنطینه کولو او د تګ را تګ بندولو خبر ورکړ.
هم په دې اړه د کاظمین علیها السلام د سپېځلي زیارت تولیت هم له زائرانو غوښتنه کړې چې د خپل ځان او د کورنۍ د روغتیا او د کورونا د ویروس له خپریدو څخه مخنیوي لپاره، د حضرت امام موسی کاظم علیه السلام او حضرت امام جواد علیه السلام حرمین له لري او ښاره بهر زیارت وکړي.
د کاظمین سپېځلې آستانې تولیت همداشان له لومړي وزیر او وسله وال پوځ له قوماندان څخه غوښتنه وکړه چې د ښاریزو او زائرنو د روغتیا لپاره د تګ را تګ د بندیز قانون اجرا کولو لپاره ضروري دستورات صادر کړي.
3886615

captcha