IQNA

ظریف: د عراق د خلکو په خلاف د امریکا لخوا د تېريو دوام به بي ځوابه پاتې نشي

21:58 - March 21, 2020
د خبر لمبر: 3482920
تهران (ایکنا) - د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف دې بیان سره چې که امریکا د عراق د خلکو په خلاف خپلو تیریو ته دوام ورکړي نو بې ځوابه به پاتې نشي، وویل: د امريکې معالجاتي ترهه ګري د نړيوالې پراخېدونکې بيمارۍ په مقابل کښې د موثره غبرګون خنډ دے.

د ايران خارجه وزير د برازيل «فوليا دي سان پاولو» ورځپاڼې سره په مرکه کښې له کورونا وائرسو سره د ايران د خلقو مبارزې ته په اشارې سره وويل، د امريکې معالجاتي ترهه ګري د نړيوالې پراخېدونکې بيمارۍ په مقابل کښې د موثر غبرګون خنډ دے.
محمد جواد ظريف په دغه مرکه کښې چې نن خپره شوه د دې په بيانولو سره چې د امريکې غېر قانوني بنديزونه درملو او روغتيائي سامانونو ته د ايران د لاسرسائۍ خنډ کيږي واضحه کړه، د اروپا د طبي سامانونو جوړونکي شرکتونه د امريکې د ګواښونو په وجه له ايران سره تجارت نه کوي.
ظريف په دې باندې په تاکيد سره چې دغه اقدامات له حقوقي او قانوني نظره د بشريت په خلاف جنايت د ے په ګوته کړه، د امريکې اقتصادي ترهه ګري باندې ختمه شي او نور هم پکارنه دي په دې اميد چې خپله به زيانمن نه شي د امريکې بدمعاشي ومني.
د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير د خپلې مرکې په دوام کښې د امريکائي ترهه ګرو لخوا د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر د قدس ځواک د قوماندان جنرل قاسم سلېماني او د عراق د دفاع د مرستيال وزير ابومهدي المهندس او د هغوي د څو نورو ملګرو له شهيدولو وروسته د عراق د خلقو ردعمل ته په اشارې سره وويل، که امريکنيان د عراق د خلقو په خلاف دغو تېريو ته دوام ورکړي نو پکار دي د ځواب په طمه اوسي.
جواد ظريف همدارنګ په عراق کښې د امريکائي فوځيانو د اډې په نښه کولو کښې د ايران توغنده اي ځواب ته په اشارې سره تاکيد وکړ، د هغې اډې په خلاف چې په شهيد سليماني يې حمله وکړه په دفاعي اقدام کښې د ايران ځواب د ملګرو ملتو د منشور د يوپنځوسمې مادې مطابق عملي او ترسره شوے دے او د عراق د خلقو لپاره انتقام اخېستل يو بل مورد دے چې ايران نه شي کولې هغه کنټرولول کړي يا پرې څه تاثير وکړي.
د ايران خارجه وزير په دوام کښې د دې په بيانولو سره چې برازيل له نړيوالو حقوقو څخه په ملاتړ کښې د خپلې نظريې په وجه يې زمکنۍ بشپړتيا او د حاکميت د حق احترام پېژندل شوے دے هيله څرګنده کړه چې برازيل به په دغو اصولو باندې ژمن پاتې شي.
3886770

captcha