IQNA

په پاکستان کښې د امريکې د سفارت خپل سرے اقدام

4:29 - March 23, 2020
د خبر لمبر: 3482929
تهران(ایکنا) - په پاکستان کښې د امريکې سفارت په يو عجيبه او خپل سري اقدام کښې خپل سفارتکار چې کورونا ټېسټ يې مثبت اعلان شوے ؤ د روغتون په ځاے سفارتخانې ته منتقل کړ.

یو امريکائي ډېپلومېټ چې نن د قطر د پائتخت دوحې له لارې اسلام آباد ته راغلے ؤ هوائي ډګر ته له رسېدو سره سم يې ټېسټ اوشو چې معلومه شوه د کورونا په خطرناکو او وژونکو وائرسو اخته شوے دے.
د دغه امريکائي سفارتکار د ټېسټ نتيجه د پاکستان د خارجه وزارت لخوا په اسلام آباد کښې د امريکې سفارت ته اعلان کړې شوه خو دغه سفارت په يو عجيبه اقدام کښې هغه سفارتکار د روغتون په ځاے په دغه ښار کښې سفارتخانې ته منتقل کړ.
د امريکې د سفارت دغه اقدام د پاکستان د خلقو او چارواکو له سختې اندېښنې سره مخامخ شوے دے.
د امريکې سفارت ادعا کړې ده چې په سفارتخانه کښې يو خاص مرکز لري هلته کښې خپل سفارتکار معالجه کولې شي.
د امريکې د سفارت دغه ادعا په داسې حال کښې اعلانيږي چې د ځينو هېوادونو چارواکي وائي چې واشنګټن په خپلو سفارتي ودانيو کښې د ژېنېټکو آزمائنې د مرکزونو په جوړولو سره په عملي توګه دغه ودانۍ د مختلفو هېوادونو د خلقو په خلاف د بائيولوجيکي عملياتو په اډو بدل کړي دي.

تهران پښتو راډیو

captcha