له عربي ۲۱ څخه، د قدس اوقاف ادارې په یوه بیانیه کښې ټینګار وکړ: نن د دوشنبې له سهار څخه د الاقصی جومات د ټولو انګړو دروازې د کورونا د ویروس له خپریدو څخه د مخنیوي لپاره بند دي. خو له دې جومات څخه د اذان خپرول به دوام ولري.
همداشان د قدس اوقاف اداې په ابراهیمي حرم کښې لمونځ کول هم بند کړي دي خو په دغه سپیځلي ځای کښې د کارکونکو کار به ادامه ولري.
دې ادارې له ښاریزو غوښتنه کړې چې لمونځ په خپلو کورونو کښې ترسره کړي او د روغتیا او دیني مرکزونو سپارښتنو ته د خپل ځان د حفاظت لپاره پام ورکړي.
د قدس د اوقاف ادارې په وروستیو کښې د الاقصی د جومات د ټولو انګړونو د بندولو خبر او د دغه جومات یوازې به بهرنې انګړ کښې د لمونځ کولو خبر ورکړی وو.
3887007