IQNA

په کابل کښې د پومپئو ناکامه ماموريت او د امريکې له ګواښه ډکه خبرتيا

16:57 - March 24, 2020
د خبر لمبر: 3482934
تهران(ایکنا) -له افغانستانه د امريکائي فوځيانو د وتلو لپاره د امريکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وعدې ته په پام سره هغه د دغې وعدې په اجرا کولو کښې له زياتو مشکلاتو سره مخامخ شوے دے. دغه جنګ ځپلي هېواد ته د امريکائي لوړرته چارواکو سفر هم د دغې وعدې له اجرا سره څه مرسته نه کړې او واشنګټن له کابل سره د مرستو د کمولو خبر ورکړے دے.

د واشنګټن د غوښتنو د منلو لپاره د افغان ولسمشر اشرف غني په راضي کولو کښې د امريکې د خارجه وزير مائک پومپئو له ناکامۍ وروسته امريکې له افغانستان سره د يو ميليارډ ډالري مرستې د کمولو فېصله وکړه. د مالي مرستو د دغه کمښت وجه د اختلافاتو د ختمولو لپاره د پومپئو له غوښتنې سره د اشرف غني او د هغه د سياسي سيال عبدا... عبدا... مخالفت دے. پومپئو نن په يوې بيانيه کښې وويل، امريکه چمتو ده چې د ۲۰۲۱ کال لپاره د افغانستان لپاره په نظر کښې نيول شوې د يو ميليارډ ډالرو په اندازه مالي مرستې بندې کړي او له کابل سره په مالي مرستو کښې د نورو کمښتونو راوستلو لپاره د څېړنو ترسره کولو په حال کښې ده.

داسې ښکاري چې د دې مسئلې اصلي وجه  د دغو دوو لوړرتبه افغان چارواکو ترمېنځ د اوسنۍ لانجې له هوارېدو څخه د واشنګټن نااميدي ده. په نړۍ کښې د امريکې د قدرت او نفوذ د زياتېدو په اړه د دغه هېواد د ولسمشر د ادعا باوجود په دې باره کښې حقائق څه بل څه وائي. په حقيقت کښې په افغانستان کښې د امريکې د خارجه وزير ناکامي ښودنه کوي چې حتی په هغو هېوادونو کښې چې امريکه ادعا کوي د هغې شريکان يا انډيوالان دي  د واشنګټن نفوذ هم مخ په کمېدو دے.

پومپئو په دې زمينه کښې وويل چې امريکه د يو ګډ پراخ بنسټه حکومت د جوړولو لپره د غني او عبدا... په مخالفت ژوره خواښينه ده او دغې ماتې د واشنګټن او کابل تعلقاتو ته زيان رسولے دے. دا په داسې حال کښې دي عبدا... او غني په يو وخت ځانونه افغان ولسمشران اعلان کړي دي او د افغانستان په چارو کښې د امريکې د استازي زلمي خليلزاد مېنځګړيتوب هم نه دي کړې شوي د مشکلاتو د هواري لپاره دغه دواړه افغان سياستوالان راضي کړي. د امريکې د دفاع وزير مارک اسپر وويل، پومپئو په اوسني صلح ايز بهير کښې د پرمختګ د لارې د باقي ساتلو لپاره په هلو ځلو کښې افغانستان ته سفر وکړ.

خو په افغانستان کښې  له اوسني سياسي بحران څخه د ټرمپ د حکومت اندېښنه يو بل اړخ يعنې د امريکې او طالبانو ترمېنځ د موافقې نه اجرا کېدل لري.

دې ته په پام سره چې د دغې موافقې يوه مهمه برخه د افغانستان د مرکزي حکومت په غاړه ده نو ځکه په دغه هېواد کښې د اقتدار د حالت نامعلوم والے په دغه زمينه کښې له خپلې مخکښېنۍ ژمنې څخه د ډډې کولو لپاره ضروري بهانه په لاس ورکوي.

کېدې شي په همدې وجه وو چې پومپئو افغانستان ته له خپل پروني نه اعلان شوي سفر نه  وروسته نن سحر له دغه هېواده لاړ او واشنګټن ته له تلو نه مخکښې يې په قطر کښې د امريکې فوځي اډې ته لاړ چې له طالب استازيو سره پينځه اويا دقيقه اي کتنه وکړي. د امريکې د خارجه وزارت د بيانيې له مخې پومپئو د طالبانو د مذاکراتي ټيم د مشر ملابرادر په شمول له طالب استازيو سره په کتنه کښې د واشنګټن او طالبانو ترمېنځ د 2020 کال د فرورۍ په موافقې د پابندۍ په دوام د تاکيد غوښتنه وکړه.

خو د افغانستان له زندانونو څخه د پينځو زرو طالب بنديانو د ازادولو په شمول د دغې موافقې د مفادو له اجرا نه بغېر د دغې موافقې د اجرا پرمختګ ته څه اميد نه شي لرل کېدې. البته پنټاګون د ولسمشرۍ د انتخاباتو په کال کښې د امريکې د ولسمشر د اهدافو يعنې له افغانستان څخه د امريکائي فوځيانو د وتلو په لړ کښې د مارچ له نيمائي څخه دغه بهير شروع کړ او ټاکل شوې ده په څوارلس مياشتنۍ موده کښې دغه مسئله بشپړه شي.

له دې سره سره چې طالبان هم د کابل تردباو لاندې راوستلو لپاره هم هغه شان د افغانستان په مختلفو سيمو کښې د دغه هېواد په فوځيانواو پوليسو وسله ايزو حملو بهير ته دوام ورکوي. دغه ټول مسائل د دغې سبب شول چې د ټرمپ حکومت په عملي توګه د افغانستان د بحران د هواري په لړ کښې بندون ته اورسي.

parstoday.com/

captcha