IQNA

امريکائي سياستدانان کورونا د دښمنۍ د دوام لپاره يو فرصت بولي

23:58 - March 24, 2020
د خبر لمبر: 3482935
تهران (ایکنا) - په چين کښې د کورونا وائرسو په خپرېدو او د امريکنيانو لپاره په مثبتو اقتصادي اثراتو د امريکې د سوداګرۍ د وزير خوشحالي او د متوهم پومپئو لخوا په ايران د فوځي حملې وړانديز د دغو دښمنو څرګندې نمونې دي.

د ايران د ملي امنيت د عالي شورا سېکتر تاکيد وکړ، يوازې امريکائي سياستدانان دي چې کورونا د دښمنۍ د دوام لپاره يو فرصت ګڼي.
علي شمخاني نن په خپل يو ټوئيټ کښې دې ته په اشارې سره چې يوازې امريکائي سياستوالان دي چې کورونا د دښمنۍ د دوام لپاره يو فرصت بولي زياته کړه، په چين کښې د کورونا وائرسو په خپرېدو او د امريکنيانو لپاره په مثبتو اقتصادي اثراتو د امريکې د سوداګرۍ د وزير خوشحالي او د متوهم پومپئو لخوا په ايران د فوځي حملې وړانديز د دغو دښمنو څرګندې نمونې دي.
هغه وويل، په حقيقت کښې کورونا وائرس د کوم بيمار او جنايت پېشه مغزو نتيجه ده؟

captcha