IQNA

په افغانستان کښې په وروستيو نښتو کښې ۳۵ تنه ووژل شول

0:06 - March 25, 2020
د خبر لمبر: 3482936
تهران (ایکنا) - د افغانستان په مختلفو سيمو کښې د افغان او طالب ځواکونو ترمېنځ په وروستيو نښتو کښې له دواړو خواو ۳۵ تنه ووژل شول.

د افغانستان د شمالي حوزې د فوځ قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر نن وويل، د بلخ ولايت په دريو ولسواليو کښې د طالب ډلې او افغان ځواکونو ترمېنځ په ترټولو وروستيو نښتو کښې ۲۵ طالب ځواکونه ووژل شول او درې دېرش نور هم ژوبل شول چې يو طالب سرغنه هم د مړيو ترمېنځ او دوه سرغنه يې د ژوبلو ترمېنځ ليدل کيږي.
په دغو نښتو کښې د افغان ځواکونو د احتمالي سرتاوانونو څه رپوټ نه دے خپور شوے.
له بلې خوا د قندوز د والي وياند هجرت ا... اکبري وويل، د قندوز ښار په نزديو کښې د افغان فوځيانو په يو وړونکي موټر د طالب ځواکونو حمله کښې يو فوځي او يو عامه افغان وګړے ووژل شول او يو بل تن هم ژوبل شو.
د افغانستان په شمال کښې د فوځ قوماندانۍ هم په يوې بيانيه کښې وويل،د بدخشان ولايت په مايمي ولسوالۍ کښې د طالب او افغان ځواکونو ترمېنځ نښته کښې اوه طالبان ووژل شول او اته تنه نور هم ژوبل شول.
د دغې بيانيې له مخې د بدخشان په نسي ولسوالۍ کښې د طالبانو او افغان فوځيانو ترمېنځ نښته هم هغه شان دوام لري.
تهران پښتو راډیو

captcha