IQNA

د ټرمپ تجويز کړې شوې نسخې يو امريکائي ووژۀ

0:10 - March 25, 2020
د خبر لمبر: 3482938
تهران (ایکنا) - يو امريکائي د دغه هېواد د ولسمشر د تجويز کړي درمل د استعمالولو له کبله مړ شو.

د سي اېن اېن د رپوټ له مخې د آريزونا ايالت په فونيکس سيمه کښې د بينر هېلت نومې روغتيائي خدماتو مرکز نن اعلان وکړ چې يوې د پوخ عمر ښځې خاوند د کورونا وائرسو د علاج لپاره کلوروکين سلفېټ درمل استعمال کړل چې خاوند يې مړ شو او د مېرمن حال يې هم سخت دے.
بېنر هېلت نومې د خدماتو مرکز وويل، کلورکين هغه درمل دي چې ډونالډ ټرمپ د د کوويډ نولس نومې بيمارۍ لپاره د درملو په توګه تجويز کړي وو خو دا هغه درمل دي چې اکثر د آکواريوم د پاکولو لپاره استعماليږي.
د امريکې د خوراک او درملو ادارې د مليريا، د څرمنې د ټي بي او د جوړونو د درد لپاره د دغو درملو استعمال تائيد کړے دے.
د يادونې ده چې په امريکه کښې په کورونا وائرسو د اخته کسانو شمېر له يو څلوېښت زرو زيات شوے او په دغه هېواد کښې تر اوسه پينځه سوه درې اويا ته مړ شوي دي.

تهران پښتو راډیو

captcha