IQNA

په ایران کې د کرونا د ناکامولو لپاره داخلی توان او ډاډمن ظرفیَتونه

23:48 - March 25, 2020
د خبر لمبر: 3482939
تهران (ایکنا) - په درست ایران کې د جهاد فی سبیل ا... ترڅنګ د سلامتیا دفاع کونکوپه وسیله ، له کووید-۱۹ناروغۍ یا هماغه کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو او د وسلوا ل پوځ درست طبي او درملیز ظرفیّتونه دکرونا ویروس دبلا د له مینځه وړلو لپاره کارول شوي دي.

له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د ایران د اسلامی جمهوریت د ورغتیائي چارو وزارت له هلوځلو سره په یووخت ، په پوځي برخې کې هم نور طبي ظرفیّتونه کارول شوي دي ،څو زرتر زره دغه وژونکي ویروس کنټرول او په نهایت کې له مینځه یوسي .
له دې وروسته چې کرونا ویروس په ایران کې خور شو ، له کرونا ویروس د مبارزې د ملی کمیټې په چورلیتوب سره د ایران د روغتیائي چارو ،درملنې ، صنعتي ، دانش بنیان او ولسی او جهادي بسیجي ځواک او مدني ټولنو درستې برخې له کوویډ -۱۹ډوله ناروغۍ سره د مبارزې ډګر ته واردې شوېئ څو ددغه وژونکي ویروس په وړانډې د ولس د ژوند دفاع وکړي .
د کوویډ -۱۹ډوله ناروغۍ په درملنې کې د درملو او واکسنو د پيژندنې او ددغې ناروغۍ د پيژندونکو مخصوصو آلو یا کیټس د جوړولو پشمول د څيړنو او درملنې په دوو برخو کې د ایران د درستو طبي ظرفیّتونو کارول د ایرانیانو د ملی هوډ نښه ده څو د امریکاد ظالمانه بندیزونو په اوج کې له کرونا چیلنج څخه په بریالیتوب سره تیر شي .
په همدې چوکاټ کې ، داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي دتیرې یکشنبې په ورځې له درستو مشکلاتو او ستونزو سره دمقابلې لپاره د ایران د تیرو څلویښتو کلونو تجروبې او زیاتو ظرفیّتونو ته په اشارې سره ټينګار کړی ، د هیواد ظرفیّتونه ډیر زیات دي او مسئولان دې دغه ظرفیَتونه او وړتیا وې وپيژني او په درستو برخو کې دې مومن ، ځوان ، انګیزه لرونکي او هوډمن کسانوکارول شي .
په درست ایران کې د جهاد فی سبیل ا... ترڅنګ د سلامتیا دفاع کونکوپه وسیله ، له کووید-۱۹ناروغۍ یا هماغه کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو او د وسلوا ل پوځ درست طبي او درملیز ظرفیّتونه دکرونا ویروس دبلا د له مینځه وړلو لپاره کارول شوي دي.
په همدې زمینې کې د اسلامي انقلاب ساتندویه ځواک د ګیلان ،قم او بندرعباس پشمول د ایران په څو ولایتونو کې ، په درستو درملیزو او طبي امکاناتو مشتمل صحرائی روغتونونه جوړ کړی دی . پر دې سربیره داسلامی انقلاب سپاه پاسداران د بسیجي ځواک او جهادي ډلو له ظرفیّته په استفادې سره په درست ایران او حتی په کلو کې د سلامتیا ملی پلان په ایجنډا کې لري .
په کرونا ویروس د خلکو دککړتیا د مخنیوي لپاره د ماسکونو او د عفوني ضده موادو تولید ، دایران د وسلوال ځواک نور اقدامات دي ، چې شپه ورځ هڅه کوي ، خلکو سره په روغتیائي چارو کې د لازیاتو خدماتو په وړاندې کولو کې کوم خنډ رامینځة نشي . د تهران دنړیوالو نندارتونونوپه دایمی ځاي کې د اسلامی ایران د پوځ د مځکني ځواک له خوا په دوه زره بسترواو بشپړ تجهیزاتو مشتمل روغتون جوړیدا یو بل نوی اقدام دی ، چې په دغو مرکزونو کې په کرونا ویروس ککړ ناروغان تر هغه ساتل کیږي څو ډاډ ترلاسه شي ، چې کرونائي ناروغان په بشپړ ډول ښه شوي دي .
د سالم او آرامښت بخښونکي چاپيریال د برابرولو په موخې سره د درملنې او عمومي ځایونو په دوامدار ډول عفوني ضد کول ، د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د مځکني ځواک پشمول د ایران د وسلوالو ځواکونو یو بل ماموریت دی .
د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د مځکني ځواک قوماندان جنرال محمد پاکپور پرون وئيلي دي ، په درست ایران کې درې زره ځایونه او په تهران کې سل ځایونه له کرونا ویروس سره دمبارزې په موخې سره د عفوني ضد سپرې ګانو لپاره پيژندل شوي دي
په درست ایران کې ترسره کیدونکي او ترسره شوي دغه ټول اقدامات ښئ، دقدرت د یوه آوزار په توګه د اسلامی ایران طبي قدرت ،له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره له لوي ظرفیّته برخمن دی .
د درستو ملی ظرفیّتونو او وړتیاؤ غونډول ، په تیرو یوڅلویښتو کلونو کې د هغو تاریخي تجروبو یادونه کوي ، چې د ایران ولس په داخلی توانمنیو باندې په تکیې سره ، دتیرو وختونو له درستو سختو چیلنجونو څخه تیر شوی دی .
د ایران اسلامی جمهوریت اوس هم د کرونا ویروس په نامې سره له یوه نړیوال چیلنج سره د مبارزې په حال کې دی،چې له داخلی وړتیاؤ څخه لازیاته استفاده له دغه سخت چیلنج څخه د تیریدا لپاره یوه بله ډاډمنه تجروبه ده .

تهران پښتو راډیو

captcha