د داعش تکفیری ډلې په یوه بیانیه کې اعلان وکړ چي په کابل کې د سیکانو پر درمسال باندې نننی ځان مرګی برید د دې ډلي کار وو.
د افغانستان د داخله وزارت ویندوی وویل: نن سهار پر اته بجې څو ځان مرګي بریدګر د کابل ښار د شوربازار په کوڅه کې د سیکانو درمسال ته ننوتي او د افغان امنیتي ځواک سره ئې نښته کړي.
طارق آرین زیاته کړه: د خبر تر رارسېدو پوري د پولیسو د ځانګړو ځواکونو او بریدګرو تر مینځ نښته روانه وه او د مرګ ژوبلي وروستي شمېرني لا نه دي په داګه شوي.
دوه کاله مخکې هم هندوان او سیکان په دې هیواد کې تر برید لاندې راغلل چي له امله ئې ۱۹ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۲۱ تنه ژوبل شول.
د دې حملې مسئولیت هم د داعش ترهګري ډلي په غاړه واخیست.