په بنگله دیش کې د مرستو او کډوالو د میشتې کمیسیون غړی، محمد محبوب عالم تالقدار وویل: "د کورونا ویروس (کوویډ - 19) د خپریدو د مخنیوي لپاره د مخنیوي اقداماتو په توګه، د مهاجرو ۳۴ کمپونو چې شاوخوا یو ملیون روهینګیا پکې میشته او کډوال دي، په کمپونو بنديز لګول شوی دی.
هغه یادونه وکړه چې دا پریکړه د مخنیوي اقداماتو په چوکاټ کښې د بنګله دیش د حکومت لخوا د کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره ترسره شوي.که چرې دا ویروس د روهنیګیا مسلمانانو کمپونو ته خپور شي نو مخینوی به یې ډیر سخت شي. په دې اساس، مونږ له پناه غوښتونکو وغوښتل چې په کور کې پاتې شي او یوازې په ضروري حالت کښې له کور څخه راوزي.
د ۵ ملیون نفوس سره، بنګلادیش د کرونا سره د مبارزې لپاره د هیواد په ټولو برخو کې سخت ګامونه اخیستي او د اورګاډي او هوا له لارې یې تګ راتګ بند کړی دی. په هیواد کښې ټولې تعلیمي ادارې، په ګډون د عامه او خصوصي بنسټونو او سازمانونو په شمول او پلورنځي سربیره له درملتونونو بند شوي دي.
تردې دمه په بنګله دیش کې د دې ویروس ۳۹ پیښې ثبت شوي او له کبله یې پنځه کسان مړه شوي دي.
3887564