له روسیا الیوم څخه په نقل، د کربلا والي نصیف الخطابي خبر ورکړ: دې کال د شعبان د مراسمو لپاره د زایرانو له قبلولو بښنه غواړو ځکه د ښاریزو روغتیا ترټولو زیات اهمیت لري.
هغه زیاته کړه: د کربلا ولایت په بشپړه توګه د پوځ او پولیسو لخوا بند شوی دی او ممکنه ده مجبور شو چې خنډونه ایښودو سره لارې بند کړو. مونږ یو نړیوالې ناروغې سره مخامخ یو او غواړو د ټولو حفاظت وکړو.
الخطابي څرګنده کړه: ځینې چارواکې او مسؤلان او خلک کربلا ته راتللو لپاره ما سره تماس نیسي، خو زه هغوي ته وایم چې د دوي او د کربلا د خلکو د حفاظت لپاره هیڅ کس ته اجازت نشته چې کربلا ته راشي. مونږ له کورونا سره په جنګ کښې یو.
د کربلا والي همداشان له ټولو زائرانو چې کربلا ته دې کال په شعبان کښې نشي راتللی بښنه وغوښتله.
3887632