د ننګرهار د والي وياند په وینا ډاکترانو د یو زخمي روغتیایی حالت هم د اندیښنې وړ بللی دے .تر اوسه د دغه دینی عالم د وژلو کیدو پړه د دولت کومی مخالفی ډلی پر غاړه نده اخیستې..که څه هم د والی ویاند په دې اړه څه ندي ویلی خو ویل کیږي چې نوموړی د دولت ملاتړے عالم و.
له هغه مهاله چې دافغان امنیتی ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ د د تاوتريخوالي د کمولو موده پاې ته رسیدلې ده د ننګرهار په شمول د افغانستان په بېلابېلو سیمو کښې نا امنو پېښو زور اخیستې دے درسنیو له لارې په خپرو شویو شمیرو کې ویل شوي چې د تاوتريخوالي د کمولو د مودې دپاې ته رسیدو وروسته د وسله والو طالبانو او امنیتی ځواکونوتر منځ نښتو کې تر سلو ډیرعامه وګړي وژل شوي دي.