IQNA

په روس کښې د کورونا د درمل د دارو جوړیدل

13:42 - March 29, 2020
د خبر لمبر: 3482958
تهران(ایکنا) - د روس د روغتیا وزارت د خبر پر اساس، د ې هیواد د کورونا سره د مقابلې لپاره دارو جوړ کړي دي.

له اسپوتنیک څخه په نقل، د روسیې بیولوژیکي درملو ادارې مطبوعاتي برخې د خبر پر اساس، دې آژانس، د کورونا د درمان لپاره دارو جوړ کړي دي.
په دې راپور کښې راغلې دي چې د Pharmzashchita جوړولو او څیړنو مرکز د فرانسي او چیني تجربې په کارولو سره یو درمل ترلاسه کړی دی.
د دې څیړونکی مرکز مشر ورونیکا اسکورتسوا(Veronika Skvortsova)، په دې اړه وویل: دا دارو، د کورونویرس سایټوپیتیک تاثیر بندوي او د هغې د خپریدو مخه نیسي او د ویروس هڅول شوي انفلاسیون غبرګون فعالولو وروسته د ناروغانو د سانتنې په سیسټم باندې له برید کولو څخه مخه نیسي.
هغه ټینګار وکړ: دا دارو د Covid -19 د ناروغانو د درمل لپاره موثر دي.
3887893

captcha