IQNA

کورونا وایروس څوارلس ورځې ژوند لري

1:03 - March 31, 2020
د خبر لمبر: 3482965
تهران(ایکنا) - د طبي چارو کارپیژاندي او ډاکټران وايي چې د کورونا وایروس ژوند څوارلس (۱۴) ورځې وې او د دغه وایروس نښې نښانې له دریو (۳) څخه تر پینځو (۵) ورځو پورې ښکاره کیږي .
طبي کارپيژاندي وايي له کورونا وایروس څخه د بچ پاتې کیدا  لپاره که چیرې لاسونه ووینځل شي نو د ماسکونو(masks) د کارولو هیڅ ګټه نشته .
کورونا وایروس له پولن الرژۍ څخه په کوم ډول مختلف دی او دغه وایروس ولې انسان وژني او ماشومانو له نوموړي وایروس څخه په کوم ډول اغیزمن کیږي ؟
په دې  هکله د پاکستان د سینې د ناروغیو ماهر ډاکټر شازلي منظور او د ماشومانو د ناروغیو ماهر ډاکټر فرحان انصاري په یوې(۱) مرکې کښې وویل  کورونا وایروس د هوا وایروس نه دی او د دغه وایروس نښې نښانې له پولن الرژۍ سره ورته والی لري خو ډاکټران د ناروغه کس په مخینې سره په دغه شي کښې فرق کوي .
ډاکټران وايي چې ماشومان په کورونا وایروس ککړ کیدلی شي او ماشومانو له لویانو څخه زیات اغیزمن کیدلی شي خو تراوسه کم ماشومان په دغه وایروس ککړ شوي دي .
طبي کارپیژاندو وویل په کورونا وایروس ککړو کسانو ته د نښو نښانو په بنیاد درمل ورکول کیږي ځکه چې تراوسه د کورونا ناروغۍ لپاره کوم درمل یا واکسین نه دي جوړ شوي .
ډاکټران وايي  چې مریض له کورونا وایروس څخه نه بلکې د هغه له پیچلتیاو څخه مري او له کورونا وایروس څخه د بچ کیدا لپاره د خبرو اترو په وخت له یوبل څخه یو(۱) یا دوه(۱) میټره ځان لیرې ساتل او بار بار د لاسونو وینځل ضروري دي .
د نزلې ، زکام او د ټوخي په وخت ځان یوې (۱) کوټې ته محدود ساتل ترټولو ښه لاره ده .
تهران پښتو راډیو
captcha