IQNA

په ایران کښې د کورونا تشخیص ستر کار دی

1:08 - March 31, 2020
د خبر لمبر: 3482966
تهران(ایکنا) - د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په هیواد کښې له کورونا وایروس سره د مقابلې لپاره د تشخیص او د سکریننیګ (screening) پلان ستر کار وباله.
هغه حضرت پرون د ایران د روغتیا وزیر سعید نمکي ته په یوه (۱) لیک کښې د هیواد د روغتیا او د درملنې د ټولګې د هڅو په  قدرونې سره وویل د  ولسي داوطلبه کسانو او د  وسله والو ځواکونو  له خدماتو ګټه پورته کول  به له کورونا ساري ناروغۍ څخه د هیواد له ژغورلو سره ستره مرسته وکړي .
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي دغه راز له کورونا وایروس سره د مقابلې لپاره د هڅو په دوام ټینګار سره د ایران د روغتیا د سترې ټولګې لپاره له خدای پاک ج څخه د سلامتیا او د بریالیتوب دعا وکړه .
د ایران د روغتیا وزارت د اطلاعاتو او د عمومي اړیکو د مرکز مشر کیانوش جهانپور هم وویل تراوسه په هیواد کښې له کورونا وایروس سره د مقابلې په ملي بسیج پلان کښې د څه دپاسه پنځوس (۵۰) میلیونه کسانو تشخیص یا سکرینینګ(screening) شوی دی .
تراوسه د نړۍ یوسل نهه نوي (۱۹۹) هیوادونو ته کورونا وایروس خپور شوی او په ایران کښې هم څه دپاسه اته دیرش زره (۳۸۰۰۰) کسان په دغه ناروغۍ ککړ شوي دي او څه د پاسه دوه زره (۲۰۰۰) ترې مړه شوي او له دولسو زرو (۱۲۰۰۰) څخه زیات کسان ښه شوي هم دي .
تهران پښتو راډیو
captcha