د واشنګټن ډي سي ښاروال د دغه ښار له دوو ګاونډیو ایالتونو-مریلنډ او ویرجینیا- له چارواکو سره په ګډه خلقو ته ویلي چې کورنو کې پاتې شي.
دا فرمان له قانوني او تاریخي پلوه په کور کښې د پنا اخیستلو لپاره داسې فرمان دے چې د جګړې یا د وېروسی ناروغۍ سره د مقابلې لپاره د کرنتینې په وخت پلی کېږي او د واشنګټن ډي سي له استوګنو غواړي چې د خوړو یا طبي خدمتونو له ترلاسولو نه بغېر له کورونه څخه ونه وځي.د دې قانون له مخې سرغړوونکي ممکن له نغدي جرمانې او ان زندان سره مخ شي.