IQNA

ملګري ملتونه: غزه د کورونا په مبارزه کښې سمدستي مرستې ته اړتیا لري

23:30 - March 31, 2020
د خبر لمبر: 3482968
تهران (ایکنا)- د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند ټینګار وکړ چې غزه د هغو سیمو په سر کښې ده چې د کنارونایي ویروس په مبارزه کښې بیړنۍ مرستې ته اړتیا لري.

د فلسطین له اطلاع رسونکي مرکز څخه په نقل، سټیفن ډوریک په یوه خبري کنفرانس کې د نیولي شوې فلسطین د سیمو په تیره بیا د غزې د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي د دریځ په اړه د خبریالانو پوښتنو ته په ځواب کښې وویل چې غزه له هغه سیمو څخه ده چې آنتو نیو ګوترش یې تیره اونۍ د بیړنۍ مرستي غوښتنه کړې وه.
د ۲ ملیارد ډالرو نړیوال بشري مرستې برنامې سره وړاندې شو ترڅو د کورونا ویروس سره مبارزه کې هیوادونو او ساحو کې ضعیفه مرستې وکړي.
ګوټریس د چهارشنبه په ورځ له ضعیفه سیمو او هیوادونو سره د کورونا له ویروس سره مقابلې لپاره د ۲ ملیارد ډالرو مرسته کړې وه.
د غزې تړانګه ، چې د دوه ملیونه نفوس سره ، د نړۍ له محرومو سیمو څخه ده چې له تیرو ۱۳ کالو څخه په محاصره کښې ده او له اقتصادي ، ټولنیز ، مالي او نورو بحرانونو سره مخامخ ده او تراوسه لس کسان په دغه سیمه کښې د کورونا په ویرویس ککړ شوي او د یو لوې انساني تاوان مخنیوي لپاره باید په بیړنۍ توګه د دغه سیمې مرسته وشي.
د فلسطین د روغتیا وزارت په رام الله کښې د کورونا په ویروس باندې د ککړو فلسطینیانو شمیر تر دې دمه ۱۱۷ کسان چې په لس کسان د غزه او نور ۱۰۸ کسان هم د کرانه باختري اوسیدونکې دي.
3888422

captcha