IQNA

د عراق د لودیځ په یوه سیمه کښې دوه کاتیوشا راکټونه توغول شوي دي

23:44 - March 31, 2020
د خبر لمبر: 3482969
تهران (ایکنا)- د عراق یوې امنیتي سرچینې د عراق په لودیځ کښې د انبار ولایت د هیت په ښار د دوه کاتیوشا توغنديو د توغولو خبر ورکړ.

له السومریه نیوز څخه په نقل، دې امنیتي سرچینې له عراقي رسنې سره په خبرو کښې وویل: نن سهار دوه توغندي د النبار ولایت مرکز، د الرمادي په غرب کښې په ۷۰ کلومیټره کښې پروت هیت ښار په المعموره کلي کښې عمومي سړک په غاړه پریوتلې دي.
د دې راپور پر اساس، د دې دوو توغندیو له کبله مادي تاوان رسیدلی خو هیڅ جاني تاون نه دی رسیدلی.
ذکر شوې سرچینې راپور ورکړ ې امنیتي ځواکونو دغه سیمه په خپلې محاصره کښې اخیستلې ده.
دې سرچینې ټینګار وکړ چې د دې برید له هراړخیزه او جزئیاتو په اړه څیړنې دوام لري.
3888362

captcha