IQNA

د پاکستان د علماو شورا د ضروري توکو ذخيره کول حرام اعلان کړل

23:58 - March 31, 2020
د خبر لمبر: 3482971
تهران (ایکنا) - د پاکستان د علماو شورا په يوې فتوې کښې د کورونا وائرسو د خپرېدو په وجه په رامنځته شويو حالاتو کښې د خلقو د ضرورت وړ او ضروري څيزونو ذخبره کول حرام اعلان کړل.
له اسلام آباده زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د پاکستان د علماو شورا د کورونا وائرسو له خپرېدو او د دغه هېواد په بازارونو کښې د خلقو د ضرورت وړ توګو د کمښت او ګرانۍ په اړه له رپوټونو سره په يو وخت نن په يوې بيانيه کښې اعلان وکړ د خلقو د ضرورت وړ ضروري سامانونو ذخېره کول حرام اعلان کړل.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان بېګا په يو ويډيوئي پېغام کښې د دغه هېواد له صوبائي حکومتونو وغوښتل چې د خوراکي او طبي سامانونو د ذخيره کونکو په پېژندلو سره له هغوي سره سخت سلوک وکړي.
د ويلو ده چې په پاکستان کښې د کورونا بحرن د شروع کېدو له وخت نه پاکستاني رسنې وخت په وخت د دغه هېواد د امنيتي ځواکونو لخوا د ماسکونو او نورو طبي سامانونو د ذخېره شويو غوټو د نيول کېدو خبرونه ورکوي.
د پاکستان د حکومت د اطلاع رسونې سائيټ اعلان وکړ چې په دغه هېواد کښې په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې په کورونا وائرسو د ۲۴۰ کسانو په اخته کېدو سره د کورونا بيمارانو شمېر يو زر اته سوه پينځه شپېته تنو ته اورسېد او پينځويشت نور مړۀ شول.
captcha