IQNA

په تونس کښې د داعش د ترهګری طرحه شنډه شوه

19:29 - April 01, 2020
د خبر لمبر: 3482972
د تونس د کورنۍ چارو وزارت په دغه هیواد کښې د روژې په میاشته کښې د داعش لخوا د ترهګرۍ د عملیاتو طرحه شنډولو خبر ورکړ.
له بوابة العین څخه په نقل، د تونس د کورنۍ چارو وزارت په بیانیه کښې خبر ورکړ: د ترهګری دا عملیات د رمضان په میاشته کښې له یو تکفیري کس لخوا ترسره کېده.
په دې بیانیه کښې راغلې دي: دا تکفیري کس مخکې له دې چې د تونس ترهګرو سره د مقابلې د مرکزي ادارې لخوا ونیولې شي، د چاودونکې مواد اخیستلو په لټه کښې وو.
د دې بیانیه پر اساس، دې تکفیري غوښتل د ترهګری دا عملیات د موجوده شرایطو چې دا هیواد یې له کورونا سره د مقابلې لپاره لري. د روژې په میاشته کښې اجرا کړي.
د تونس د کورنۍ چارو وزارت په بیانیه کښې راغلې دي: دا تکفیري له داعش ترهګرې ډلي سره تړون او اړیکو لرو له کبله ونیولې شو او همداشان، په هیواد کښې موجود له دوه نورو کسانو سره اړیکې لرلو او د بم جوړولو باندې اعتراف وکړ.
د دې بیانیې پر اساس، د دې عملیاتو پلان په وروستي پړاو کې و او دې کسانو قصد لرلو چې امنیتي ځواکونه او ادارې خپل هدف وګرځه وي.
3888504

captcha