له بوابة العین څخه په نقل، د تونس د کورنۍ چارو وزارت په بیانیه کښې خبر ورکړ: د ترهګری دا عملیات د رمضان په میاشته کښې له یو تکفیري کس لخوا ترسره کېده.
په دې بیانیه کښې راغلې دي: دا تکفیري کس مخکې له دې چې د تونس ترهګرو سره د مقابلې د مرکزي ادارې لخوا ونیولې شي، د چاودونکې مواد اخیستلو په لټه کښې وو.
د دې بیانیه پر اساس، دې تکفیري غوښتل د ترهګری دا عملیات د موجوده شرایطو چې دا هیواد یې له کورونا سره د مقابلې لپاره لري. د روژې په میاشته کښې اجرا کړي.
د تونس د کورنۍ چارو وزارت په بیانیه کښې راغلې دي: دا تکفیري له داعش ترهګرې ډلي سره تړون او اړیکو لرو له کبله ونیولې شو او همداشان، په هیواد کښې موجود له دوه نورو کسانو سره اړیکې لرلو او د بم جوړولو باندې اعتراف وکړ.
د دې بیانیې پر اساس، د دې عملیاتو پلان په وروستي پړاو کې و او دې کسانو قصد لرلو چې امنیتي ځواکونه او ادارې خپل هدف وګرځه وي.
3888504