IQNA

د نجباء ویاند: مقاومت د امریکایي اډو د ویجاړولو قدرت لري

15:11 - April 02, 2020
د خبر لمبر: 3482976
تهران (ایکنا) - د عراق د اسلامي مقاومت(نجباء) ویاند دې ته په اشارې سره چې یمنیانو د امریکایانو بې پیلوټه الوتکې بیا روغې کړي، څرګنده کړه: مقاومت د امریکایي اډو د ویجاړولو قدرت لري.

نجباء اسلامي مقاومت رسمي چینل څخه به نقل، د عراق اسلامي مقاومت(نجباء) ویاند نصر الشمري، په ټوئیټ کښې له امریکا سره د مقابلې لپاره د مقاومت د ډلې خبر ورکولو سره وویل: اسلامي مقاومت د امریکایي اډو د ویجاړولو قدرت او توان لري.
هغه زیاته کړه: د یمن مقاومت مجاهدین وتوانیدل چې د امریکا بې پيلوټه الوتکې سیستم سپک کړي او بې کاره یي بیا روغ کړي.
الشمري په یوې بلې برخې ته په اشارې سره د نجباء أه عراق کښې له کورونا سره مقابلې لپاره په ټولو ولایتونو کښې له ډاکټرانو مرسته په اړه وویل چې له دې مقاومت تر ۵ زره زیاتو غړو له درې زره نه زیات خوارکي توکې اړتیا لرونکو کورونو ته رسولي او د عراق بیلابیل ولایتونو یې پاک کړي دي.
3888623

captcha