IQNA

د عراق په ختیځ کې د داعشی تکفیریانو دوه نور پټنځایونه تباه شوي

21:47 - April 03, 2020
د خبر لمبر: 3482984
تهران (ایکنا) - په دغه پټنځای کې زیات شمیر بمونه ، ډول ډول وسلې تجهیزات او په لسګونو کلوګرام چاودیدونکي توکي او نور مهمات هم تر ګوتو شوي دي .
دعراق د امنیتی ادارې رسندوئي برخې  دیوې  اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي ،د عراق امنیتی ځواک بیګا نیمه شپه ددغه هیواد په دیاله ولایت کې  د تکفیری داعشیانو   دوه ستر پټنځایونه  تباه کړي دي .
 راپور کې وئيل شوي دي دغه خطرناک پټنځایونه  د دیاله ولایت په  محمد العزیز او الاسیود سیمو کې د الحشد الشعبي مبارز ولسی ځواک  په عملیاتو کې  کشف او تباه شوي دي .
 په دغه پټنځای کې  زیات شمیر بمونه ، ډول ډول وسلې تجهیزات او په لسګونو کلوګرام چاودیدونکي توکي  او نور مهمات  هم تر ګوتو شوي دي .تهران پښتو راډیو


captcha