له المعلومه خبري آژانس څخه په نقل، کریم علوي وایي: امریکا به د حشد الشعبي په برخو، مشرانو، قوماندانو او د مقاومت په ډلو د هر تیري او برید محکم ځواب وموني.
هغه ټینګار وکړ: حشد الشعبي یو عقیدتي سازمان دی او د تاریخ تر ټولو لوي شر چې د امریکا او د هغې د ملګرو لخوا رامینځه ته شوې وو له عراق او عراق خلکو څخه حفاظت لپاره ډیره وینه تویې کړي ده. ځکه دښمنان غواړي د عربي رژیم په ملاتړ سره داعش ترهګره ډله زمونږ په هیواد باندې تحمیل کولو قصد لري.
علوي دې ته په اشارې سره چې دا حشد الشعبي یو توان لرونکې سازمان دی او امریکا هم د دې سازمان له توان څخه آګاه ده، وویل: واشنګټن که هر ډول برید د دې عقیدتي سازمان په خلاف ترسره کړي نو ماتي سره به مخامخ شي، ځکه چې د عراق خلک له حشد الشعبي ملاتړ کوي او هغه یوه عقیدتي سازمان ګڼي.
3888975