IQNA

په سعودي عربستان کې د سیاسي نیولو دوام

16:43 - April 04, 2020
د خبر لمبر: 3482988
تهران(ایکنا) - د «نیولو فکر» نومې ټویټر حساب په سعودي عربستان کښې د ۹ عربستاني ښاریزو د نیولو خبر ورکړ.

له صفا فلسطیني ویبپاڼې څخه په نقل، په ټویټر کښې د «نیولو فکر» نومې حساب د دې خبر ورکړ: د نیولې شوې کسانو د نومونو په اړه څیړنې به دوام ولري.
د ټویټر دې اکاونټ له دې مخکښې په ۳۱ مارچ هم د نړۍ د کورونا ویروس په اړه مشغولیدو څخه په ناوړه استفاده کولو په اړه په سعودي عرب کښې د ښاریزو د نیولو په اړه خبرداری ورکړی وو.
د دې راپور پر اساس، په دې نیولي شوې کسانو کښې زیات شمیر د رسنیو د فعالو کسانو دی، په داسې حال کښې چې د سعودي عرب په رسنیو کښې د نیولي شوې کسانو په هکله هیڅ نه خپریږي.
د نیولو فکر اکاونټ په نړۍ کښې د کورونا ویروس له بحران څخه ناوړه استفاده غندولو سره د دې کسانو او د نورو بندیوانو د خوشې کولو غوښتنه وکړه.
د الجزیره چینل هم په دې اړه له د سعودي حقوقي فعال یحی عسیري څخه په نقل وویل: سعودي چارواکي نه غواړي خپل خلاف څه واوري، نو هم په دې سبب هغه ټول کسان حتی کوم کسان چې انډیوالان دي تعقیب کوي.
3888958

captcha