IQNA

د دیالی د تیلو په ډګر د داعش بریدونه شنډول

16:44 - April 04, 2020
د خبر لمبر: 3482989
تهران(ایکنا) - په دیالي ولایت کښې د تیلو په ډګر د داعش برید د حشد الشعبي د لومړي ډویژن لخوا ناکامه شوه.

له السومریه نیوز څخه په نقل، د عراق حشدالشعبي په یوه بیانیه کښې خبر ورکړ: د سیمو د امنیت لپاره د څیړنو او د سخت څارنې پراساس، د حشد الشعبي لومړي ډویژن تیره شپه د داعش ډلې لخوا په دیالی کښې د تیلو په سیمه باندې برید ته ماتي ورکړې ده.
په دې بیانیه کښې راغلي: د داعش ډلې د شپې له تیارې څخه په ګټه د تیلو په کویانو برید کولو چې د حشد الشعبي په دغه ترهګره ډله باندې د ګولو باران سره د هغې مخه ونیوله.
د دې بیانیه په دوام کښې ټینګار شوی: د دې ډویژن ځواکونو تبره شپه له هر ډول برید څخه مخنیوي لپاره ټوله شپه ګشت وکړ او خپل ځواکونو شمیر یي به دغه سیمه کښې زیات کړی دی.
3889011

captcha