له روسیا الیوم څخه په نقل، د عراق مکلف لومړي وزیر، نن د اتبار په ورځ د انتخاباتو د مستقل کمیټۍ له ډلې سره په خبرو اترو کښې، د نوې حکومت لخوا د زر تر زره انتخاباتو ترسره کولو مکانیزم څیړنه وکړه.
الزرفي په دې کتنه کښې د انتخاباتو د ترسره کولو په اړه د عراق د دیني مرجعیت غوښتنې او د معترضانو د مطالباتو ته ځواب ورکولو په ضرورت ټینګار وکړ.
د عراق مکلف لومړي وزیر نن په دې کتنه کښې په عراق کښې د ملګرو ملتو استازی جنین هنیس پلا سخارت سره هم د مجلس لخوا د اعتماد رای ترلاسه کولو په صورت کښې زر تر زره انتخابات ترسره کولو په لومړيتوب ټینګار وکړ.
الزرفي تیره میاشت د عراق د ولسمشر برهم صالح په حکم د حکومت د جوړولو لپاره ټاکلی شوی وو، خو د عراق له شیعه سیاسي ګوند سره له همغږۍ پرته د هغه انتخاب د دې ګوند لخوا سخت غبرګون سره مخامخ شو.
3889426