IQNA

په افغانستان کښې د کورونا ناروغان زیات شوي

0:19 - April 06, 2020
د خبر لمبر: 3482993
تهران (ایکنا) - د افغانستان د روغتیا وزارت په هیواد کښې په کورونا وایروس د اتو دیرشو (۳۸) نویو ککړو کسانو د پیژندلو خبر ورکړ .

د افغانستان د روغتیا وزارت نن سهار وویل په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې د اته دیرشو (۳۸) شکمنو کسانو د ازموینو په مثبت کیدا سره په دغه هیواد کښې په دغه وایروس د ککړو کسانو شمیر درې سوه اوه دیرشو (۳۳۷) تنو ته ورزیات شوی دی .
د افغانستان د روغتیا وزارت په خپل نني راپور کښې په هیواد کښې د کورونا وایروس له کبله د مړو کسانو شمیر اوه (۷) تنه او د روغ رمټ شویو کسانو شمیر هم دولس (۱۲) تنه اعلان کړ .
په افغانستان کښې په کورونا وایروس د ککړو کسانو د شمیر په زیاتیدا سره د دغه هیواد چارواکي وايي دوې غواړي له دغه ناروغۍ سره د مقابلې لپاره د خلکو په تګ راتګ کښې محدودیت رامینځته کړي .
تهران پښتو راډیو

captcha