IQNA

په افریقا کښې په کورونا د ککړو شمیر له نه زرو نه زیات شو

0:08 - April 07, 2020
د خبر لمبر: 3482998
تهران (ایکنا) - د نوې شمیر پر اساس، په اقریقا کښې په کورونا د ککړو شمیر له ۹ زرو کسانو نه زیات شوی دی.

له آناتولي څخه په نقل، په افریقا کښې د ناروغو د مخنیوي مرکز خبر ورکړ چې په دې سیمه کښې په کورونا د ککړو شمیر تر ۹ زره او ۱۹۸ کسانو رسیدلی چې له تیرې ورځ ۴۵۰ کسان زیات شوي دي.
د دې راپور پر اساس، د افریقا په ۵۴ هیوادونو کښې تراوسه۵۱ هیوادونه د کورونا په ناروغی اخته دي. د افریقا وروستۍ هیواد سوډان دی چې لومړی ککړ په کښې د اتبار په ورځه تایید شو.
د مړو شمیر هم په تر اوسه ۴۱۴ ته رسیدلی دی چې له تیره ورځ یې تر ۱۵ کسانو زیاتوالی لرلو. همداشان پر دې اساس، تراوسه د کورونا له ناروغی تر ۷۴۷ کسان په افریقا کښې ښه شوي دي.
3889709

captcha