IQNA

امريکائي ځواکونه د عراق ابوغُرېب اډه هم خالي کوي

18:48 - April 07, 2020
د خبر لمبر: 3483004
تهران(ایکنا) - رسانه اي سرچينو د عراق د بغداد په شمال کښې له ابوغُرېب اډې څخه د امريکې په مشرۍ د داعش تش په نامه مخالف نړيوال ائتلاف د فوځيانو د وتلو خبر ورکړ.د روسيااليوم خبري چېنل سائيټ نن په يو رپوټ کښې وويل: له ابوغرېب فوځي اډې څخه د امريکې په مشرۍ د نړيوال ائتلاف د فوځيانو په کامله توګه له وتلو وروسته به دغه اډه عراقي ځواکونو ته وسپاري. د تېر خالي په ورځ هم د عراق د الانبار صوبې له الحبانيه اډې څخه هم امريکائي ځواکونه ووتل او هغه يې عراقي ځواکونو ته وسپارله. امريکې په دې وروستيو ورځو کښې خپلې څو اډې او مرکزونه پرېښودي او هغه يې عراقي ځواکونو ته سپارلي دي. ځينو سرچينو د امريکې په شاتګ په عراق کښې په خپلو اډو له پرله پسې حملو څخه د امريکائي فوځيانو د ويلې په وجه بللے دے.
د روسيااليوم خبري چېنل سائيټ نن په يو رپوټ کښې وويل: له ابوغرېب فوځي اډې څخه د امريکې په مشرۍ د نړيوال ائتلاف د فوځيانو په کامله توګه له وتلو وروسته به دغه اډه عراقي ځواکونو ته وسپاري.
د تېر خالي په ورځ هم د عراق د الانبار صوبې له الحبانيه اډې څخه هم امريکائي ځواکونه ووتل او هغه يې عراقي ځواکونو ته وسپارله.
امريکې په دې وروستيو ورځو کښې خپلې څو اډې او مرکزونه پرېښودي او هغه يې عراقي ځواکونو ته سپارلي دي.
ځينو سرچينو د امريکې په شاتګ په عراق کښې په خپلو اډو له پرله پسې حملو څخه د امريکائي فوځيانو د ويلې په وجه بللے دے.
تهران پښتو راډیو
captcha