IQNA

په ازبکستان کښې د فقهي پوښتنې او ځواب د سایټ پرانیستا

20:23 - April 13, 2020
د خبر لمبر: 3483024
تهران (ایکنا) - د ازبکستان د مسلمانانو د ادارې په هڅو سره د فقهي سوال او ځواب سایټ د دغه هیواد د اسلام دین منونکو لپاره پرانیستلی شو.

په ازبکستان کښې د ایران له کلتوري ادارې څخه په نقل، د ازبکستان د مسلمانانو ادارې د اسلام دین منونکو ته زر تر زره د فقهي پوښتنو ځواب ورکولو لپاره له د ۲۰۲۰ کال له ۱۰ مارچ څخه www.fatvo.uz سایټ پرانیستا کړې ده.
په دې ویبپاڼه کښې بیلابیل مطالب او موضوعات لکه اسلامي عقاید ،‌ طهارت، لمونځ، روژه،‌ حج او عمره،‌ نکاح،‌ طلاق، تجارت،‌ قسم او نذر،‌ اجاره،‌ حلال او حرام او روحي روزنې شتون لري.
مسلمانان کولی شي خپل فقهي پوښتنې په بیلابیلو طریقو لکه مکتوب، غږ او ویډیویي پیغام په صورت کښې دې سایټ ته لیږلې شي.
د ازبکستان د نفوسو ۸۵٪ مسلمانان دي چې زیات مسلمانان یي سني مذهب لري او حنفي دي.
3891314

captcha