IQNA

دایران پولیسوپه سیستان او بلوچستان کې د شرغواړو یوه ډ له له مینځه وړي

19:12 - April 16, 2020
د خبر لمبر: 3483033
تهران (ایکنا) - ملګرو ملتو په خپلو زیاتره راپورونو کې ایران له نشه ایزو موادو سره د مبارزې بیرغوال په توګه بللی دی.
د ایران د اسلامی جمهوریت د سیستان و بلوچستان ولایت د اطلاعاتو د ادارې عمومی مدیر نن په یولړڅرګندونو کې په دې خبرې کولو سره چې د ناکراریو، ورانکارۍ  اوقاچاق  دغه چینل  چې هر کال څه دپاسه سل ټنه نشه ایز توکي  له پولې هیوادته  واردول اوو یشل ئې ، وئیلي دي،ددغه چینل غړي د ایران له پولیسو سره په ډيرو ځایونو کې نښتي او تیر کال هم د دوی په لاس یو امنیتی مامور شهید شوی .
 هغه وئيلي ، د ایران  امنیتی مامورانو په دغو عملیاتو کې ،ددغه چینل درستې سرغنې او غړي نیولي او د هغوي اوه ګاډي ،درې موټرسائيکل، زیات شمیر جنګي وسله او مهمات ، وایرلسونه او دشپې دوربینونه ، سپوږمکیز ټيلیفونونه او نشه ایز توکي کشف او ضبط کړي دي .
 ملګرو ملتو  په خپلو زیاتره راپورونو کې ایران  له نشه ایزو موادو سره د مبارزې بیرغوال په توګه بللی دی .
captcha