IQNA

له کروناسره دګډې مبارزې لپاره دې طالبان اوربندوکړي

19:21 - April 16, 2020
د خبر لمبر: 3483034
تهران (ایکنا) - د افغانستان ولسمشر همداراز ولس ته په دغې وینا کې له وسله‌والو طالبانو څخه هم د اوربند غوښتنه بیا تازه کړه او پر دوي ئې غږ کړی چې په دې توګه دې له کرونا وبا سره د مبارزې له هڅو سره مرسته وکړي.

 د  افغانستان ولسمشر اشرف غني پرون له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره  د کابل حکومت د تدبیرونو او اقداماتو په  بیانولو سره وئيلی دي ، حکومت درست اماناتو کارولي څو  دغه  خوریدونکی ویروس کنټرول کړي .

 دافغانستان ولسمشر زیاته کړې ، په درست هیواد کې به  د قرینطینه مرکزونه جوړ شي .

اشرف غني  همداراز  له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره  له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې  دمرستې پر ضرورت په ټينګار سره هم وئيلي دي ،داخلی امکانات د  کرونا ویروس د جرړه ایستلو لپاره کافي نه دي .

 دافغانستان  ولسمشر همداراز  ولس ته په دغې وینا کې له وسله‌والو طالبانو څخه  هم  د اوربند غوښتنه بیا تازه کړه او پر دوي ئې غږ  کړی چې په دې توګه دې له کرونا وبا سره د مبارزې له هڅو سره مرسته وکړي.

captcha